طالبان:
د افغانستان ۹۰ سلنه سرحدونه مو په واک کښې دي
Jul 23, 2021 03:22 Asia/Kabul
طالب ډله له ګاونډي هیوادونو سره د افغانستان د ۹۰ فیصده پولو د کنټرول مدعي شوې ده
طالب ډله له ګاونډي هیوادونو سره د افغانستان د ۹۰ فیصده پولو د کنټرول مدعي شوې ده
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد سپوتنیک خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې ادعا وکړه چې له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د افغانستان د ګډو پولو کابو ۹۰ سلنه برخه د دې ډلې په لاس کښې ده. هغه په دې ادعا سره چې له ترکمنستان او ایران سره د افغانستان سرحدونه د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دي، مدعي شو چې د څو وړو برخو نه علاوه له پاکستان سره د افغانستان ګډې پولې هم د دې ډلې په لاس کښې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت هم په دې وروستیو کښې له طالبانو څخه د هیواد د لسګونو ولسوالیو د بیرته خلاصولو خبر ورکړی دی.
ټیګونه