د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب په ډزو ووژل شو
Jul 25, 2021 10:04 Asia/Kabul
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود ندیم وویل، مفتي رفیعالله بېګا د څو وسلهوالو کسانو لخوا چې په سیمرغ ډوله موټرو کې سپاره وو، په جومات کې دننه د کلاشنکوف په ډزو ووژل شو.
ندیم زیاته کړه چې د دې قتل علت تر اوسه نهدی معلوم، خو د تحقیقاتو لپاره یوه ډله ګمارل شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې بریدکوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي او د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي.
د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست چارواکي وايي چې د شبرغان ښار د مولانا جلالالدین نومې جامع جومات خطیب یو بېپرې سړے و او له چا سرهیې دښمني نهلرله.
مفتي رفیعالله په دې وروستیو کې په خپل مالي لګښت د نجونو او هلکانو لپاره یوه دیني مدرسه هم جوړه کړې وه.
ټیګونه