د افغانستان په ارګ د راکټي حملې اصلي پلانونکي ونيول شول
د افغانستان د دفاع وزارت د اختر په ورځ په ارګ باندې د راکټي حملې د اصلي پلانؤنکو د نيولو خبر ورکړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو ځانګړې قطعې په یو لړ عملیاتو کښې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کښې هغه کسان نیولي چې د اختر په وړومبۍ ورځ یې په ارګ کښې د اختر د نمانځه په جَمعې د راکیټي بریدونو پلان طراحي کړے و. ددغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل چې دا بریدونه وسله والو طالبانو طراحي کړي وو او نیول شوي کسان هم ددغه ډلې غړي دي. دده په وینا ټولټال په دې تور څلور کسه نیول شوي چې مشر يې مومن نوميږي تر دې وړاندې یې هم په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې هدفي بریدونه او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي وو. د اختر په وړومبۍ ورځ د اختر د نمانځه د مراسمو په مهال په ارګ راکټي بریدونه وشول چې تر دې دمه یې هېڅ ډلې مسوولیت نه دے منلی. طالبانو هم د افغان حکومت پر وروستیو څرګندونو غبرګون نه دے ښودلی.