د افغانستان ډيرې الوتکې او څرخکې ورستي شوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په پارلمان کښې د پروان ولایت د خلکو استازي اجمل رحماني وویل د پوځ دریمه (۳) برخه هیلي کوپټرونه او الوتکې د استفادې وړ نه دي .
هغه د پوځ د هیلي کوپټرونو او د الوتکو په وروستوالي نیوکه وکړه .
د افغانستان د پارلمان دغه استازي وویل ټاکل شوي وه د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته د پوځ هیلي کوپټرونه او الوتکې د طالبانو په مقابل کښې د کابل د حکومت د بروالي سبب شي خو همدا اوس د ګڼ شمیر الوتکو او هیلي کوپټرونو د نه استفادې وړ کیدا ، د هدایت شویو بمونو ختمیدا او د پایلوټانو د وژلو لپاره د طالبانو پروګرام ته په پام سره د دغه ډلې پرضد د افغانستان د حکومت هوايي بروالی د پیکه کیدا په حال کښې دی .
د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره سره طالبان په افغانستان کښې د بیلابیلو سیمو نیولو ته دوام ورکوي او دغه ډله همدا اوس د هیواد ډیرې سیمې په لاس کښې لري .