د افغانستان ډيرې الوتکې او څرخکې ورستي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103466-د_افغانستان_ډيرې_الوتکې_او_څرخکې_ورستي_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په پارلمان کښې د پروان ولایت د خلکو استازي اجمل رحماني وویل د پوځ دریمه (۳) برخه هیلي کوپټرونه او الوتکې د استفادې وړ نه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 00:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان ډيرې الوتکې او څرخکې ورستي شوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په پارلمان کښې د پروان ولایت د خلکو استازي اجمل رحماني وویل د پوځ دریمه (۳) برخه هیلي کوپټرونه او الوتکې د استفادې وړ نه دي .

هغه د پوځ د هیلي کوپټرونو او د الوتکو په وروستوالي نیوکه وکړه .

د افغانستان د پارلمان دغه استازي وویل ټاکل شوي وه د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته د پوځ هیلي کوپټرونه او الوتکې د طالبانو په مقابل کښې د کابل د حکومت د بروالي سبب شي خو همدا اوس د ګڼ شمیر الوتکو او هیلي کوپټرونو د نه استفادې وړ کیدا ، د هدایت شویو بمونو ختمیدا او د پایلوټانو د وژلو  لپاره د طالبانو پروګرام ته په پام سره د دغه ډلې پرضد د افغانستان د حکومت هوايي بروالی د پیکه کیدا په حال کښې دی .

د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره سره طالبان په افغانستان کښې د بیلابیلو سیمو نیولو ته دوام ورکوي او دغه ډله همدا اوس د هیواد ډیرې سیمې په لاس کښې لري .