امریکاهماغه راز په افغانستان کې دخالتونو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103482-امریکاهماغه_راز_په_افغانستان_کې_دخالتونو_ته_دوام_ورکوي
د امریکا د پوځ دمرکزي ترهه ګرې قوماندې سنټکام پخواني قوماندان  په داسې حال کې  د افغانستان  له پوځيانو ددغه هیواد دملاتړ د دوام خبره کړې ، چې  په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي شتون  په دغه هیواد کې  دترهه ګرۍ ، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق  او ناکراریو د زیاتیدا  لامل شوی  دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • امریکاهماغه راز په افغانستان کې دخالتونو ته دوام ورکوي

د امریکا د پوځ دمرکزي ترهه ګرې قوماندې سنټکام پخواني قوماندان  په داسې حال کې  د افغانستان  له پوځيانو ددغه هیواد دملاتړ د دوام خبره کړې ، چې  په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي شتون  په دغه هیواد کې  دترهه ګرۍ ، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق  او ناکراریو د زیاتیدا  لامل شوی  دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ،دامریکا دپوځ دترهه ګرې قوماندانۍ سنټکام پخواني قوماندان  چې په پټه کابل ته تللی ،  دافغانستان له ولسمشر اشرف غني سره  ئې ددغه هیواد دوروستیو ترینګلتیاؤ په باب کتنه او خبرې اترې کړي دي .

 دافغانستان د ولسمشرۍ  ماڼۍ ارګ   دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی ديۍ ، اشرف غني  او د سنټکام پخواني قوماندان  جنرال مک کینزي  بیګا په دغې کتنې کې د افغانستان د دفاعي او امنیتی ځواک  او ددغه هیواد دامنیتی وضعیّت  دلومړیتوبونو په باب بحث او نظر تبادله کړې ده .

جنرال مک کنزي  همداراز په کابل کې په خبری کنفرانس کې ووئيل  امریکا  په وروستیو شپو ورځو کې  د افغانستان له امنیتي ځواک  څخه ملاتړ لپاره  خپلې هوائي حملې زیاتې کړي دي  او مونږ تیار یوو څو د طالبانو ډلې دحملو د دوام په بڼه  کې  په راتلونکو شپو ورځو کې دغه ملاتړ نوره هم زیات کړو .