د افغانستان ۳۰ ولسوالۍ د طالبانو له نیواکه خلاصې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103520-د_افغانستان_۳۰_ولسوالۍ_د_طالبانو_له_نیواکه_خلاصې_شوې
د افغانستان پوځي ځواکونو د دغه هیواد د ولسي ځواکونو په ملګرتیا سره تراوسه ۳۰ ولسوالۍ د طالب ډلې له منګولو آزادې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 02:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۳۰ ولسوالۍ د طالبانو له نیواکه خلاصې شوې

د افغانستان پوځي ځواکونو د دغه هیواد د ولسي ځواکونو په ملګرتیا سره تراوسه ۳۰ ولسوالۍ د طالب ډلې له منګولو آزادې کړې دي.

د افغانستان پوځي ځواکونو د دغه هیواد د ولسي ځواکونو په ملګرتیا سره تراوسه ۳۰ ولسوالۍ د طالب ډلې له منګولو آزادې کړې دي.

د افغانستان د امنیتي ارګانونو ګډ ویاندوي اجمل عمر شینواري په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان په ډیرو سیمو کښې یرغلیز حالت غوره کړی دی او ډیر زر به یې بریاوې ووینو.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د طالب ډلې د سنګرونو خلاف په ۱۵۴ پوځي عملیاتو کښې له یو نیم زر نه زیات طالبان وژل شوي او څه باندې اته سوه نور زخمي شوي دي.

د افغانستان د امنیتي ارګانونو ویاند په داسې حال کښې چې د طالب ډلې له لاسه د دیرشو ولسوالیو د آزادولو خبر ورکوي چې د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالي هم دا پرون طالبانو ونیوله.

طالب ډلې له دې مخکښې ویلي وو چې د افغانستان ۲۰۰ ولسوالۍ یې نیولې دي خو حکومت یې دغه خبره دروغ بللې ده.