طالبانود افغان پوځ یوه چورلکه غورځولې ده  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103534-طالبانود_افغان_پوځ_یوه_چورلکه_غورځولې_ده
طالبان په داسې حال کې ددغې چورلکې  د نسکوریدا خبره کوي ، چې   د افغانستان د میوند ۲۱۵ کل اردو  د تخینکي  خرابي له امله د  ایم اولس ډوله چورلکې د بیړنۍ ناستې  خبر ورکړی دی .   د دغې کل اردو د خبرتیا په اساس  د چورلکې  سوارلۍ ټوله روغې رمټې دي  خو چورلکه تباه شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 27, 2021 08:24 Asia/Kabul

طالبان په داسې حال کې ددغې چورلکې  د نسکوریدا خبره کوي ، چې   د افغانستان د میوند ۲۱۵ کل اردو  د تخینکي  خرابي له امله د  ایم اولس ډوله چورلکې د بیړنۍ ناستې  خبر ورکړی دی .   د دغې کل اردو د خبرتیا په اساس  د چورلکې  سوارلۍ ټوله روغې رمټې دي  خو چورلکه تباه شوې ده .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د افغانستان  دهلمند ولایت په شاوخوا نادعلی ولسوالۍ کې  د افغان پوځ یوه چورلکه نسکوره شوې ده .

راپور ښئ طالبان په داسې حال کې ددغې چورلکې  د نسکوریدا خبره کوي ، چې   د افغانستان د میوند ۲۱۵ کل اردو  د تخینکي  خرابي له امله د  ایم اولس ډوله چورلکې د بیړنۍ ناستې  خبر ورکړی دی .   د دغې کل اردو د خبرتیا په اساس  د چورلکې  سوارلۍ ټوله روغې رمټې دي  خو چورلکه تباه شوې ده .

په یوه بل کې  وئیل شوي دي چې  طالبانو په افغانستان کې د عامو خلکو دمرګ ژوبلو  دزیاتیدا په باب   د یوناما  وروستۍ راپور  غرضي  او له واقعیّته لیرې بللی دی .

په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګۍ یوناما پرون  په یوه راپور کې  وئيلي دي ، په تیرو شپږ و میاشتو کې طالبانو قصدا  عامه خلک په نښه کړي  او  مرګ ژوبلې ئې زیاتې کړدي . خو د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد  دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  دغه راپور رد کړی او وئیلي دي ، دا راپور بشپړ غرضي او له حقیقته لیرې دی .دوي په دوام کې مدعی شوي چې  ممکنه ده  په ځينو سیمو کې ښخ کړائ شوي ماینونه  چاود شوي وي او محدود عامو خلک ئې ښکار شوي وي ، خو دا کار قصدي هیڅکله هم نه دی .  

د طالبانو دغه ویندوي  په پاي کې ټينګار کړی ،دغه ډله له یوناما غواړي ، ددروغو خبرونه  دې نه خوروي  او دبشری حقوقو  حقیقي خبرونو خپرولو ته دې مخه کړي .