افغان ولسمشرغني: طالبان د سولې اراده نه لري
هغه وايي، طالبان تر هغې د سولې خبرې نه کوي چې د جګړې په ډګر کې بدلون رانه شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وسله وال طالبان د سولې اراده نه لري او د پخوا په پرتله يې مثبت بدلون نه دى کړى.
افغان ولسمشر غني نن د برښنايي سیستم له لارې د کابینې لومړۍ غونډه کې وویل، شک نه شته چې افغانستان تر يرغل لاندې دى او طالبان غواړي څو حکومت ورته تسلیم او تېر د افغانانو د راتلونکي په توګه وټاکي.
هغه وايي، طالبان تر هغې د سولې خبرې نه کوي چې د جګړې په ډګر کې بدلون رانه شي.
افغان ولسمشر غني زیاته کړه: طالب د تېرو ۲۴ کلونو پرتله توپیر کړی، بدلون یې په څه کې دی؟ لا کرکجن شوی، لا ظالم شوی او لا نامسلمان شوی دی. هو طالب بدلون کړی، خو مثبت بدلون یې نه دی کړی. نه د سولې، نه د ابادۍ او نه هم د روغې جوړې اراده لري، باید طالب وپېژنئ.
نوموړي طالبان تورن کړل، چې افغانستان ته يې بهرني ترهګر راوستي او هېواد يې تر يرغل لاندې نيولى.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان ولسمشر غني دغه راز وويل، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د افغانستان امنیتي وضعیت کې بدلون راشي او د ښارونو امنیت يې لومړيتوب دى.
افغان ولسمشر غني داسې مهال يادې څرګندونې وکړې چې دا مهال په هرات، کندهار او هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.