په پکتیکا کې د بهرنیوطالبانو په ګډون۲۸طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې داسې کومه ورځ نشته چې دلسګونو کسانو وینه ونه بهیږي او یو شمیر سیمې لاس په لاس نشي .
زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ ، دافغانستان د پکتیکا ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د ۲۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
ددغه ولایت ویاند غازي دانش وایي چې بیګا دپکتیکا ولایت په سروضي ولسوالۍ کې د ملي امنیت ۹۰۴ ځانګړې قطعې له لوري یو لړ عملیات وشول چې په پایله کې د بهرنیو طالبانو په ګډون ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې په وینا یې ۱۷ تنه ووژل شول او (۱۱) تنه یې ټپیان شول . نوموړی وایي چې دطالبانو یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه تللي او د ټرانسپورټي وسایلو په شمول ګڼ شمیر لویې او وړې وسلې د افغانځواکونو لاس ته ورغلې دي.
نور معلومات زمونږ دخبریال له خولې آورو