اشرف غني تهران ته راغے
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د سوګند اوچتونې په مراسمو کښې د شرکت لپاره تهران ته راغے.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ اعلان وکړ ، تهران ته د اشرف غني په سفر کښې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش او خارجه وزيء محمد حنيف اتمر ملګرتيا کوي.
په دغه يو ورځني سفر کښې به افغان ولسمشر او ورسره پلاوے د آيت ا... رئيسي د سوګند اوچتونې په مراسمو کښې له ګډون کولو وروسته کابل ته ستون شي.
ټاکل شوې ده محمد اشرف غني به په دغه سفر کښې له خپل ايراني هم رتبه سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د سوګند اوچتونې مراسم نند تهران په وخت پينځه بجې مازيګر د اسلامي شورا په جرګه کښې ترسره کيږي.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د رئيسه کمېټۍ وياند سيد نظام الدين موسوي په دغو مراسمو کښې له ۷۳ هېوادونو څخه د ۱۱۵ رسمي او حکومتي پلاو د شرکت کولو خبر ورکړ.