په افغانستان کښې له ۳۰۰ زيات طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103874-په_افغانستان_کښې_له_۳۰۰_زيات_طالبان_ووژل_شول
د افغانستان په مختلفوسيمو کښې په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې په نښتو کښې ۳۰۳ طالب ځواکونه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې له ۳۰۰ زيات طالبان ووژل شول

د افغانستان په مختلفوسيمو کښې په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې په نښتو کښې ۳۰۳ طالب ځواکونه ووژل شول.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن اعلان وکړو په تېرو څلورېشتو ګېنټو کښې د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې په نښتو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو حملو ۳۰۳ طالب ځواکونه ووژل شول او ۱۲۵ نور هم ژوبل شول.

دغې وزارتخانې زياته کړه، په دغه موده کښې د طالب ډلې زياتې وسلې او جنګي سازوسامانونه تباه کړې شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت زياته کړه له طالب ډلې سره دغه نښتې په

ننگرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، قندهار، زابل، هرات، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، هلمند، نیمروز، قندوز، بغلان  او کاپیسا کښې رامنځته شوې.