قطر نن د افغانستان د صلحې د غونډې کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104064-قطر_نن_د_افغانستان_د_صلحې_د_غونډې_کوربه_دی
ټاکل شوې ده چې نن په دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله یوه غونډه جوړه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2021 02:13 Asia/Kabul
  • قطر نن د افغانستان د صلحې د غونډې کوربه دی

ټاکل شوې ده چې نن په دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله یوه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی پرون په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون دوحې ته ولاړ.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دې غونډې د جوړېدو موخه د سولې بهیرچټکتیا او په افغانستان کې د تاوتریخوالي درېدل ګني.

دغه غونډه د قطر هېواد په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ جوړېږي،چې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازي به هم پکې ګډون وکړي.

که څه هم په افغانستان کې جګړې براخې شوي او طالبانو پر ښارونو خپل بریدونه پېل کړي دي، خو د سولې هڅې هم روانې دي.

د دغو هڅو په لړ کې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان د سولې د ملاتړو هېوادونو، افعان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې دغه غونډه به د اګست په لسمه پېل شي او تر دوولسمې به دوام ولري.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله،د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سیدسعادت منصور نادري د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دغه غونډه د قطر په کوریتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ جوړېږي.

په دې غونډه کې به د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.

 

خو طالبان وایي، چې دغه ډله به په دې غونډه کې د ګډون لپاره څو ساعته وروسته پرېکړه وکړي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه په داسې حال کې جوړېږي،چې په وروستیو ورځو کې د جګړې په زیاتېدو سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونو هم پېل شوي دي.