طالبانو د فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104096-طالبانو_د_فراه_ولایت_مرکز_فراه_ښار_ونیو
خو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد حضرتي وايي چې ټول ښار د‌ طالبانو لاسته نه دی لوېدلی او په خبره یې چې د افغان ځواکونه له خوا له وسله والو طالبانو سره مقاومت روان دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 01:14 Asia/Kabul
  • طالبانو د فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو

خو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد حضرتي وايي چې ټول ښار د‌ طالبانو لاسته نه دی لوېدلی او په خبره یې چې د افغان ځواکونه له خوا له وسله والو طالبانو سره مقاومت روان دی.

طالبانو د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د پراته فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو.

د ایرنا له راپور سره سم  په افغان رسندویو کې داسې انځورونه خپره شوی دی  چی  ښی وسله وال طالبان د فراه ولایت مقام مخې ته له وسلو او عسکري موټرو سره ولاړ دي.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد حضرتي وايي چې ټول ښار د‌ طالبانو لاسته نه دی لوېدلی او په خبره یې چې د افغان ځواکونه له خوا له وسله والو طالبانو سره مقاومت روان دی.

د نیمروز په شمول په ډېرو هغو سیمو کې چې طالبانو نیولي د دولتي ودانیو وسایل او امکانات لوټل شوي،‌ او داسې خبرونه هم خپاره شول چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کمپیوټری تذکرو یو مرکز هم ولوټل شو.

تر دې مخکې،‌ طالبانو د نیمروز، کندوز، سرپل، جوزجان په شمول د ۶ ولایتونو مرکزونه نیولي وو او دا د اوم ولایت مرکز دی چې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لوېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو یرغلونو او د ولسوالیو او ولایتي مرکزونو د سقوط په بهیر کې په زرګونو انسانان وژل شوي، په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي، بې پردې شوي، نهیلي شوي، لوټ تالان ګډ شوی، او افغانستان د یوه نامعلومات راتلونکي په لور روان شوی دی.