نړیواله ټولنه باید طالبانو ته په ډاګه پیغام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104110
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې وغوښتل په هیواد کښې دبې ساري انساني کړکیچ په هکله بې تفاوته پاتې نشي او د سولې په هکله طالبانو ته واضح پیغام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 11, 2021 12:24 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید طالبانو  ته په ډاګه پیغام ورکړي

ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې وغوښتل په هیواد کښې دبې ساري انساني کړکیچ په هکله بې تفاوته پاتې نشي او د سولې په هکله طالبانو ته واضح پیغام ورکړي .

عبدالله عبدالله چې د ملګروملتونو ،اروپايي اتحادیې، د امریکا د انګلستان د روسیې د چین د پاکستان د ازبکستان او د قطر د استازیو په ګډون د افغانستان د سولې په هکله په ګډې غونډې کښې د ګډون لپاره دوحې ته تللی دی د طالبانو ډلې لخوا د ژمنو په خلاف ورزۍ باندې نیوکې سره د تاوتریخوالو په زیاتیدا او په ښارونو باندې په حملو باندې اندیښنه څرګنده کړه .

هغه وویل له طالبانو سره په کوټلیو خبرو کښې د اساسي موضوعګانو په هکله بحث وشو او ټینګار وشو چې سولې ته د رسیدا او د سیاسي حل چورلیزي موضوع جامع او پراخ بنسټه وي خو طالبان د اساسي مسائیلو په هکله بحث ته چمتو نشول .

عبدالله عبدالله وویل طالبانو د اعتماد په جوړولو او د خپلو بندیانو په خوشي کولو ټینګار درلود دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې د طالبانو د بندیانو خوشي کیدا د جنګ او د تاوتریخوالي له ختمیدا او د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړي .