د افغانستان فراه ښار له طالبانو پاک شوی
Aug 11, 2021 09:15 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د فراه ولایت مرکز د حکومتي عسکرو په هڅې سره له طالبانو ازاد شو .
د افغانستان د امنیتي ادارو د ویاند مطبوعاتي دفتر نن وویل حکومتي عسکرو له سخت جنګ وروسته څو ساعته مخکې د فراه ښار له طالبانو بیرته ونیوه .
د افغانستان په لویدیځ کښې د خبریالانو پاڼې هم مخکې ویلي وو چې د فراه د والي دفتر د طالبانو له کنټرول څخه وتلی دی او حکومتي عسکرو حاضر دمه د فراه د پولیسو په قومندنۍ کښې د طالبانو کسان کلابند کړي او جنګ روان دی .
د افغانستان په پارلمان کښې د فراه ولایت استازي عبدالستار حسیني هم نن سهار ویلي وو د فراه ښار د بیرته نیولو لپاره بشپړه چمتووالی شته او دوې به زر ښار له طالبانو پاک کړي .
طالبانو ډلې پرون له غرمې وروسته فراه ښار نیولی و .
ټیګونه