طالبانو په خارجي موسسو باندې تیري کونکو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104148-طالبانو_په_خارجي_موسسو_باندې_تیري_کونکو_ته_خبرداری_ورکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند وویل هر هغه څوک چې په سفارتونو او نړیوالو موسسو تیری وکړي سزا کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • طالبانو په خارجي موسسو باندې تیري کونکو ته خبرداری ورکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند وویل هر هغه څوک چې په سفارتونو او نړیوالو موسسو تیری وکړي سزا کیږي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د سفارتونو ، د نړیوالو موسسو او د ډيپلوماټیکو مرکزونو د امنیت په هکله د اندیښنې د څرګندیدا په باره کښې وویل د دغو ټولو مرکزونو ساتنه کوو او هر هغه څوک چې ناوړه استفاده او تیری وکړي نو سزا کیږي .

هغه وویل د سیاسي نمایندګیو ، د ډیپلوماټیکو مرکزو او د نړیوالو موسسو د ساتنې لپاره مناسب پلان په نظر کښې نیول شوی .

له دې مخکې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د خارجي هیوادونو د سفارتونو  او د نړیوالو موسسو د ځايي او د خارجي کارکونکو د امنیت په هکله خبرې کړي دي .