طالبانو په خارجي موسسو باندې تیري کونکو ته خبرداری ورکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند وویل هر هغه څوک چې په سفارتونو او نړیوالو موسسو تیری وکړي سزا کیږي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د سفارتونو ، د نړیوالو موسسو او د ډيپلوماټیکو مرکزونو د امنیت په هکله د اندیښنې د څرګندیدا په باره کښې وویل د دغو ټولو مرکزونو ساتنه کوو او هر هغه څوک چې ناوړه استفاده او تیری وکړي نو سزا کیږي .
هغه وویل د سیاسي نمایندګیو ، د ډیپلوماټیکو مرکزو او د نړیوالو موسسو د ساتنې لپاره مناسب پلان په نظر کښې نیول شوی .
له دې مخکې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د خارجي هیوادونو د سفارتونو او د نړیوالو موسسو د ځايي او د خارجي کارکونکو د امنیت په هکله خبرې کړي دي .