د افغانستان طالبانو کندهار ښار ونیو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان سوېل ته له کندهار رپوټونه وايي، چې تر درنې جګړې وروسته د دغه ښار مهمې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او ځايي چارواکي احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته کوچېدلي دي. یوه ځايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تېره شپه ناوخته له سختې جګړې وروسته طالبان پر کندهار ښار واکمن شول.
د طالبانو ویاندانو هم ویلي، چې دا ډله اوس پر دغه ښار واکمنه ده.
په کندهار کې د طالبانو والي حاجي یوسف وفا غږیز پیغام کې وايي، چې ښار بند دی، پکار دی ترافیک خپلو دندو ته ستانه شي.
نوموړی د ښاروالۍ له کارمنانو هم غواړي چې لارې خلاصې کړي او زیاتوي: "
د جمعې ورځ ده رخصتي ده، پکار ده نور کارمنان سبا خپلو دندو ته ستانه شي، مامورین او نور کسان چې کار یې کاوه ټول دې خپلو کارونو او ریاستونو ته راشي. "
نوموړی له سوداګرو، صرافانو او شرکتونو هم غواړي چې کارونه پیل کړي: "نور چې چا د فاسدې ادارې سره کار کاوه، کورونو کې دې پاتې شي له امنیتي کسانو سره دې تماس ونیسي، امنیتي کسانو سره دې اړیکه ونیسي، د امارت له خوا ټولو ته بښنه ده، بلې خوا ته دې نه ځي. "
طالبانو له څو اونیو راهیسې کندهار کې بریدونه پیل او د چارشنبې په ورځ یې د دغه ولایت محبس هم مات کړ.
کندهار د افغانستان دویم تر ټولو ستر ښار او په افغان تاریخ کې پر سیاسي اهمیت سربېره د سوداګرۍ له پلوه هم ډېر مهم دی.د عکس سرچینه،EPA
طالبان د جمعې په ورځ د کندهار د دوو نورو ولسوالیو دامان او تخته پل د نیولو خبره هم کوي او هم د غور پر ولایتي مرکز فیروزکوه د ولکې ادعا کوي.
چارواکو تراوسه د طالبانو د وروستیو پرمختیاوو په هکله څه نه دي ويلي.