طالبانو د کنړ او پکتیکا ولایتونه هم ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104260-طالبانو_د_کنړ_او_پکتیکا_ولایتونه_هم_ونیول
په افغانستان کې د طالبانو په کوټلو او سختو عملیاتو کې تر دې دمه دافغانستان نولس ولایتونه له حکومتي ولکې ویستل شوي او پخپل کنټرول کې ئې اخستي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 14, 2021 09:30 Asia/Kabul

په افغانستان کې د طالبانو په کوټلو او سختو عملیاتو کې تر دې دمه دافغانستان نولس ولایتونه له حکومتي ولکې ویستل شوي او پخپل کنټرول کې ئې اخستي دي .

زمونږخبریال  له غزنی راپورراکړ د افغانستان له ارزګان ولایته وروسته نن د افغانستان د یو بل ولایت پکتیکا د نسکوریدا خبر هم رسنیو سره شریک کړ .

 د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا...مجاهد نن په یوې اعلامیې کې  ددغه خبر په اعلانولو سره وئيلي دي،د ولایت مقام، امنیتې قومندانۍ، داستخباراتو مرکز او ټول ملحقات دطالبانو په کنترول کې ورغلي  او په دغه  ولایت کې میشت افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول  .همداراز په یوه بل راپور کې هم وئیل شوي چې  طالبانو د کنړ ولایت هم په بشپړ ډول نیولی دی 

د پکتیکا ولایت نور تفصیلات زمونږ د خبریال  په رالیږلي راپور کې  په ګډه سره آورو .