اشرف غني:
تښتیدلې نه یم، افغانستان ته به ستنیږم
د افغانستان تیر ولسمشر په فیس بک کښې یو پیغام کښې وویل: زه تښتیدلې نه یم او له هیواده د وتلو وجه مې دا وه چې د وینه بهیدنې مخه ونیسم.
د افغانستان تیر ولسمشر په فیس بک کښې یو پیغام کښې وویل: زه تښتیدلې نه یم او له هیواده د وتلو وجه مې دا وه چې د وینه بهیدنې مخه ونیسم.
فارس خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان تیر ولسمشر محمد اشرف غني بیګا د فیس بک له لارې د یو پیغام په خپرولو او په متحده عرب اماراتو کښې خپل شتون ته په اشارې سره لیکلي دي: نړیوالو استازو راته ویلي وو چې که لاړ نه شم نو حالات خرابیږي او افغانستان به د سوریې او یمن په شان شي.
هغه په دوام کښې وویل: ما د افغانستان بې عزتي نه غوښتله، مجبور شوم چې له هیواده ووځم.
غني وویل: کوم کسان چې وايي له افغانستانه تښتیدلې یم هغوي ته وایم چې بې وجې قضاوت مه کوئ، هر چا چې درته وویل چې ولسمشر مو تښتیدلې دی، باورې پرې مه کوئ. ما له خپلې وتنې مخکښې له هیڅ کوم نړیوال قدرت سره خبره نه وه کړې او دا هر څه ناڅاپه وشول.
اشرف غني له افغانستانه د ډالرونو د ایستلو په هکله هم وویل: ما له ځان سره هیڅ نه دي وړې، حتی په چپلو کښې لاړم او دومره وخت راسره نه و چې بوټان په پښو کړم.
هغه په پاې کښې وویل چې دم ګړۍ په اماراتو کښې دی او بیرته افغانستان ته د ستنیدو په هکله صلاح مشورې کوم.