د کابل په هوايي ډګر کې نښتې مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104666-د_کابل_په_هوايي_ډګر_کې_نښتې_مرګ_ژوبله_اړولې
د دغه ډګر په دروازو کې د دغو خلکو د ګڼې ګوڼې له مرګونې پېښې هم رامنځته شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2021 08:07 Asia/Kabul
  • د کابل په هوايي ډګر کې نښتې مرګ ژوبله اړولې

د دغه ډګر په دروازو کې د دغو خلکو د ګڼې ګوڼې له مرګونې پېښې هم رامنځته شوي دي.

نن سهار د افغان ځواکونو ‘طالبانو’ او ناپېژاندو وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو طالب وسله وال وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، معلومه نه ده چې ټپیان شوي کسان او ناپېژانده بريدکوونکي څوک وو.

دغه نښته د کابل هوايي ډګر په شمالي دروازه کې شوې اوجرمنی پوځ پېښه تایید کړې ده.

رويټرز زیاته کړه، چې په دغو نښتو کې آلماني او امریکايي ځواکونه هم ښکېل وو.

له اتو ورځو راهيسې چې طالبانو د پلازمېنې کابل په نیولو سره واک ترلاسه کړی د کابل هوايي ډګر د زرګونو افغانانو د شتون شاهد دی.

د دغه ډګر په دروازو کې د دغو خلکو د ګڼې ګوڼې له مرګونې پېښې هم رامنځته شوي دي.

پرون د خلکو د ګډوډې له امله 7 کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

په هوايي ډګر کې راټول شوي افغان چې د تګ قانوني اسناد نه لري هڅه کوي څو بهر ته ووځي.