په افغانستان کې به راتلونکی نظام همهاله وي
ستانکزي له شمالی ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې د ایران سیاست هم وستایه، همداراز ئې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د افغانستان دتاجرانو لپاره ئې د چابهار بندر څخه دلازیاتې استفادې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ، په دوحې کې د طالبانو د دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزئ په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،اوس د طالبانو رهبری د اسلامی امارات په سویه او له قومي او سیاسی ډلو ټپلو سره په مشورو بوخته ده څو یو داسې حکومت رامینځةکړي چې هم د افغانستان په داخل کې او هم له دغه هیواده په بهر کې محبوبیّت ولرل شي او په رسمیّت وپيژندل شي .
هغه د افغانستان د وزارتونو او ادارو په باب هم ووئيل ،درستې ادارې به ډيرې زر فعاله شي او د دوي کارمندان به هم د خپلو کارونو په ځاي کې حاضر شي .
ستانکزي له شمالی ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې د ایران سیاست هم وستایه، همداراز ئې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د افغانستان دتاجرانو لپاره ئې د چابهار بندر څخه د لازیاتې استفادې پر اهمیّت ټينګار وکړ.