د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک صادریدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105002-د_افغانستان_په_اړه_د_امنیت_شورا_د_پریکړه_لیک_صادریدا
په داسې حال کې چی د امنیت شورا دوه دایمی غړی یعنی چین او روسیه له طالبانو سره د تعامل او ملګرتیا د زیاتولو غوښتونکی دي البته تر هغه وخته چی په خپلو ژمنو عمل وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2021 11:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک صادریدا

په داسې حال کې چی د امنیت شورا دوه دایمی غړی یعنی چین او روسیه له طالبانو سره د تعامل او ملګرتیا د زیاتولو غوښتونکی دي البته تر هغه وخته چی په خپلو ژمنو عمل وکړی .

 

امنیت شوراله طالبانو وغوښتل چې پرېږدي افغانان بهر ته لاړ شي  . داپرېکړه لیک چې مسوده یې بریتانیا، امریکا او فرانسې چمتو کړې وه، په ۱۳ موافقو او دوسپینو رایو سره تصویب شوه . چین او روسیې دغه پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه .

داسې ښکاری د افغانستان په اړه له وروستی پریکړه لیک صادریدا د امنیت شورا هدف د دغه کړکیچ ځپلی هیواد حالاتو ژر تر ژره ښه کول دي چی د امریکایی او نورو لویدیځو هیوادونو بشپړه وتلو او اوس  په کابل او هوایی ډګرد طالبانو بشپړه ولکې په حساس وضعیت کې راغلی دی .

په عین حال کې د امنیت شورا دننه له طالبانو او افغانستان سره د چلند د څرنګوالی په اړه یوډول دوه ګوڼ والې موجود دې . په دې لړ کې  لویدیځ هیوادونه خپلو وعدو ته د طالبانو د ژمنتیا لپاره طالبانو پرضد د دباو سیاست غوښتونکی دي . په دې لړ کې د فرانسې ولسمشر ماکرون د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې په کابل کې د امنې سیمې د ټینګولو په خاطر امنیت شورا ته د پریکړه لیک د مسودې د وړاندی کولو لپاره د پاریس او لندن د طرحې خبر ورکړې وو .

په داسې حال کې چی د امنیت شورا دوه دایمی غړی یعنی چین او روسیه له طالبانو سره د تعامل او ملګرتیا د زیاتولو غوښتونکی دي البته تر هغه وخته چی په خپلو ژمنو عمل وکړی . په حقیقت کې ماسکو اوبیجینګ پر افغانستان د طالبان ولکه د یوه حقیقت په توګه منلی ده  او هغو دریځونو او کتنو ته په پام سره چی چی د طالبانو له لوړ رتبه چارواکو سره یې درلودلی په افغانستان د هغو حاکمیت منلې دې . که څه هم روسیانو تراوسه د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پیژندلو ته ندی چمتو شوی ، خو چینیان چی د افغانستان د پام وړ اقتصادی پوټینشلونو ته په پام سره په دغه هیواد کې د خپل شتون لرلید روښانه وینی ، له طالبانو سره ګرمې اړیکی ټینګې کړی دی او په مقابل کې طالبان هم د افغانستان د بیا رغاونې په ډګر کې د بیجینګ په رول لوبولو ټینګار کړی دی .

په مقابل کې  د امریکا په مشرۍ لویدیځوالو په دې زمینه کې منفی کړچار غوره کړی دی او لږ تر لږه په اوسنی وخت کې په دغې مسلې چی طالبان په رسمیت نه پیژنی ، ټینګار کوی .

په عین حال کې د نوی حکومت د جوړولو او حاکمیت د اعمالولو لپاره د طالبانو راتلونکی اقدامات او بدلونونه او د احتمالی سوله ایز دریځونو د دې احتمال چی لویدیځوال هم په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت د حقیقت په توګه ومنی ، زیات کړی دی .

اوس له افغانستانه د واشنګټن په بشپړه وتلو سره د دغه هیواد په تاریخ  کې بلکې په نړیوال ډګرکې نوې وخت پیل شوی دی .

په افغانستان د طالبانو له بشپړه ولکې سره سره دهغه د راتلونکی په اړه ستر ابهامات موجود دي . په افغانستان کې پراخه بې ثباتی  او د داعش او القاعدې په شان د ترهه ګرو  ډلو قدرت ترلاسه کول ددغه هیواد امنیتی حالات نور هم خرابولې شی . له دې مخکې په افغانستان کې نښتې د لویدیځو ځواکونو او طالبانو ترمینځ وې ، خواوس چی طالبان قدرت ته رسیدلی دی ، د کابل د هوایی ډګر په ځان وژونکی چاودنه کې د داعش قدرت ښودلو ته په پام سره د دغې ترهه ګرې ډلې د فعالیت د پراختیا او له مخکې زیات په افغانستان کې د بی ثباتۍ او ناامنۍ د دوام احتمال زیات شوی دې .

پای