طالبان: ټول هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105022-طالبان_ټول_هېوادونه_دې_په_کابل_کې_خپل_سفارتونه_بېرته_پرانېزي
په ورته وخت کې د طالبانو یو بل غړي انعام ا...سمنګاني بیا پر هغو خلکو چې له افغانستان څخه په وتو دي غږ کړی چې له هېواده دې نه وځي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • طالبان: ټول هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي

په ورته وخت کې د طالبانو یو بل غړي انعام ا...سمنګاني بیا پر هغو خلکو چې له افغانستان څخه په وتو دي غږ کړی چې له هېواده دې نه وځي

د طالبانو یوه مشرتابه غړي مولوي شهاب  الدین دلاور له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پرمهال هغه هېوادونه ستایلي، چې په کابل کې یې خپل دیپلوماتیک ماموریت فعاله ساتلی دی.

نوموړي دغه راز له هغو هېوادونو چې خپل سفارتونه یې تړلي دي غوښتنه وکړه چې بېرته خپل سفارتونه پرانېزي.

مولوي شهاب الدین دلاور د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیڅ بهرني ملکي کارکوونکي او سفارت ته ګواښ نه دی متوجه نو ټول دې د خپلو دیپلوماټیکو ماموریتونو د دوام په موخه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په ورته وخت کې د طالبانو یو بل غړي انعام ا...سمنګاني بیا پر هغو خلکو چې له افغانستان څخه په وتو دي غږ کړی چې له هېواده دې نه وځي.

د نوموړي په خبره افغانستان دوی ته اړتیا لري او باید په ګډه ورته خدمت وشي.

هغه ټینګار کړی چې امنیتي ستونزې حل شوي، خو اعتراف کوي چې په اقتصادي برخه کې لا هم ستونزې شته چې راتلونکی نوی نظام به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي پرمختګ کې غوره رول ولوبوي.

 

‏بل لورته د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې دوی ټول وسایط له منځه وړي دي.

مسوولان وایي هوایي ډګر کې ګڼ وسایل او تجهیزات امریکایي ځواکونو په غیرې مسوولانه توګه ویجاړ کړي دي