افغانستان د انساني غمیزې په درشل کې دی
له بل هر وخته زیات په افغانستان کې ماشومان ، ښځې او سړي د نړیوالې ټولنې پیوستون ته ضرورت لري .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، په افغانستان کې د خدماتو د برخې د دړې وړې کیدا او د انساني او اقتصادي بحران سختیدا ته په اشارې سره ووئيل په افغانستان کې یوه انساني غمیزه په رامینځة کیدا ده .
ګوتریش زیاته کړې ، د افغانستان د نیمه آبادي د ژوند دتیرولو لپاره د انسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري .
د ملګروملتو سرمنشي په دغې اعلامیې کې د ملګروملتو له غړو هیوادونو وغوښتل څو د افغانستان ملت سره دې دمناسبو او کافي مالی سرچینو په مخصوص کولو دې د دوي حیاتي اړتیاوې ختمې کړي . په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، له بل هر وخته زیات په افغانستان کې ماشومان ، ښځې او سړي د نړیوالې ټولنې پیوستون ته ضرورت لري .
همداراز په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګۍ یوناما دفتر هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره په دغه هیواد کې دانساني بحران او اقتصادي ترینګلتیاؤ د لاخرابیدا باندې داندیښنې په څرګندولو سره وئیلي دي ، د افغانستان نیمه آبادي یعني کابو اتلس میلیون خلک د ژوني پاتیکیدا لپاره دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري او یوه انساني غمیزه رامینځةکیدونکي ده .
امریکا او دهغې متحدانو په داسې حال کې له افغانستانه شاتګ کړی چې دغې لښکر کشۍ د ترهه ګرۍ ، جنګ ، تاؤتریخوالي ، بې ثباتۍ او ناکرایو له زیاتیدا او دغه راز د لسګونو زره پرته بله هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او ډیری خلک ، سیاستوالان او غوره شخصیّتونه د افغانستان د اوسني وضعیّت اصلي مسئول په دغه هیواد کې د امریکا ماته خوړلي سیاستونه ګڼي .