افغانستان د انساني غمیزې په درشل کې دی  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105024-افغانستان_د_انساني_غمیزې_په_درشل_کې_دی
له بل هر وخته زیات  په افغانستان کې  ماشومان ، ښځې او سړي  د  نړیوالې ټولنې  پیوستون ته  ضرورت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • افغانستان د انساني غمیزې په درشل کې دی  

له بل هر وخته زیات  په افغانستان کې  ماشومان ، ښځې او سړي  د  نړیوالې ټولنې  پیوستون ته  ضرورت لري .

زمونږخبریال  راپور راکړ،  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، په افغانستان کې د خدماتو  د برخې د دړې وړې کیدا  او د انساني او اقتصادي  بحران سختیدا ته په اشارې سره  ووئيل  په افغانستان کې  یوه انساني غمیزه  په رامینځة کیدا ده .

 ګوتریش  زیاته کړې ،  د افغانستان د نیمه آبادي  د ژوند دتیرولو لپاره  د انسان دوستۍ  مرستو ته  اړتیا لري . 

  د ملګروملتو سرمنشي  په دغې اعلامیې کې د ملګروملتو له  غړو هیوادونو وغوښتل څو د افغانستان ملت سره دې دمناسبو او کافي مالی سرچینو  په مخصوص کولو  دې د دوي حیاتي اړتیاوې  ختمې کړي . په دغې اعلامیې کې  راغلي دي ،  له بل هر وخته زیات  په افغانستان کې  ماشومان ، ښځې او سړي  د  نړیوالې ټولنې  پیوستون ته  ضرورت لري .

همداراز  په افغانستان کې د ملګروملتو  نمایندګۍ یوناما دفتر  هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره په دغه هیواد کې دانساني بحران او اقتصادي ترینګلتیاؤ  د لاخرابیدا باندې  داندیښنې په څرګندولو سره  وئیلي دي ، د افغانستان نیمه آبادي یعني کابو اتلس میلیون خلک  د ژوني پاتیکیدا لپاره  دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري  او یوه انساني غمیزه   رامینځةکیدونکي ده .

 امریکا او دهغې متحدانو په داسې حال کې  له افغانستانه شاتګ کړی  چې دغې لښکر کشۍ د ترهه ګرۍ ،  جنګ ، تاؤتریخوالي ، بې ثباتۍ  او ناکرایو له زیاتیدا او دغه راز د لسګونو زره  پرته  بله هیڅ نتیجه  نه ده ورکړې  او ډیری خلک ، سیاستوالان او غوره شخصیّتونه  د افغانستان د اوسني  وضعیّت اصلي  مسئول  په دغه  هیواد کې  د امریکا ماته خوړلي سیاستونه  ګڼي .