د پنجشیر له مقاومت غورځنګ سره د طالبانو خبرې ناکامه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105064-د_پنجشیر_له_مقاومت_غورځنګ_سره_د_طالبانو_خبرې_ناکامه_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو یوه(۱) مهم مشر امیر محمد متقي وویل چې په پنجشیر سیمه کښې د طالبانو پرضد د مقاومت د غورځنګ له مشرانو سره د دغه ډلې د موافقې د ترسره کولو لپاره ټولې هڅې ناکامه شوي دي او اوس په دغه سیمه کښې د جنګ د رامینځته کیدا امکان زیات شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 01:08 Asia/Kabul
  • د پنجشیر له مقاومت غورځنګ سره د طالبانو خبرې ناکامه شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو یوه(۱) مهم مشر امیر محمد متقي وویل چې په پنجشیر سیمه کښې د طالبانو پرضد د مقاومت د غورځنګ له مشرانو سره د دغه ډلې د موافقې د ترسره کولو لپاره ټولې هڅې ناکامه شوي دي او اوس په دغه سیمه کښې د جنګ د رامینځته کیدا امکان زیات شوی دی .

د طالبانو دغه مهم  مشر امیر محمد متقي د افغانستان د پنجشیر سیمې له دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) وسیدونکو څخه وغوښتل چې د طالبانو ضد د مقاومت غورځنګ له مشرانو خپله لاره جلا کړي .

امیر محمد متقي وویل مونږ نه غواړو چې د پنجشیر سیمې خلک له مشکلاتو سره مخ شي یا د جنګ له کبله وکړیږي  او زیاته یې کړه مونږ د مذهبي مشرانو او د مینځګړیو په وسیله ډیرې هڅې وکړې چې د پنجشیر سیمې مسله د خبرو اترو له لارې حل کړو خو له بده مرغه دغو هڅو هیڅ نتیجه ورنکړه .

د طالبانو دغه مشر امیر محمد متقي وویل زمونږ ځواکونه چمتو دي چې د پنجشیر مسله یوځل او د تل لپاره حل کړي .

متقي دغه راز د پنجشیر سیمې وسیدونکو ته چې  اکثره یې تاجیکان دي دغه تضمین ورکړ دوې  ته به  د افغانستان په راتلونکي حکومت کښې ونډه ورکړي .

د امیر محمد متقي دغه خبرې په داسې حال کښې دي چې د طالبانو مشر ویلي دي چې په راتلونکي حکومت به د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو ته ګډون ورنکړی شي داسې اقدام چې د پنجشیر د مقاومت غورځنګ د مشرانو په حکومت کښې د شاملیدا امکان له مینځه وړي .

طالبانو د تیرې اګست میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه پلازمینه کابل ونیوه او پنچشیر یوازنی ولایت دی چې تراوسه د طالبانو د مخالفانو په لاس کښې دی که څه هم په ګاونډي بغلان ولایت کښې هم د طالبانو او د ځايي ملیشا ډلو ترمینځ جنګ روان دی .

د افغانستان د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د زوي احمد مسعود ترمشرۍ لاندې په زرګونو ځايي ملیشا ځواکونه او پخواني پوځيان او ځانګړي ځواکونه د طالبانو پرضد مقاومت ته دوام ورکوي .