ملا عبدالغنی برادر به د افغانستان د نوی حکومت مشر وي
د طالبانو یوه لوړپوړي مسئول مقام بلال کریمي پرون وئيلي وو ، د طالبانو مشر ملاهیبت ا...اخوندزاده به د افغانستان د حکومت مشر وي ، کریمي ، ملاغبدالغني برادر د راتلونکي حکومت ویندوي معرفی کړی ؤ .
روئيټرز خبری آژانس د طالبانو ډلې د درو خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی ، د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغني برادر به د افغانستان د نوي حکومت مشر وي .
د نوموړوسرچینو په وینا،چې نامې ئې نه دي ښودل شوي ،د طالبانو د وخت مشر ملامحمدعمرمشر زوی ملامحمد یعقوب او ددغې ډلې یو بل لوړپوړی مشر شیرمحمدعباس ستانکزئ به هم د افغانستان په نوي حکومت کې مهمې څوکۍ ولري .
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو یوه لوړپوړي مسئول مقام بلال کریمي پرون وئيلي وو ، د طالبانو مشر ملاهیبت ا...اخوندزاده به د افغانستان د حکومت مشر وي ، کریمي ، ملاغبدالغني برادر د راتلونکي حکومت ویندوي معرفی کړی ؤ .
د اپه داسې حال کې دي چې طالبانو د کابل له کنټرولولو وروسته وئيلي ، د افغانستان راتلونکی حکومت به د درستو قومونو مذهبونو او ډلو ټپلو د استازو په شتون سره پراخ بنسټه وي .