له طالبانو سره په نښته کې د امرالله صالح ورورووژل شو
هغه زیاته کړی ده چی طالبانو تراوسه د هغه خپلوانو ته د روح ا... عزیزی صالح د ښخولو اجازه نده ورکړی . د عبدا... صالح په وینا طالبانو ویلی دی چی د روح ا... عزیزی صالح مړې باید همداسې سخه شی .
د صدای افغان خبری اژانس له راپور سره سم د امرا... صالح زوی عبدا...صالح دا خبر په خپله فیس بوک پاڼه کې تایید کړی دی . هغه زیاته کړی ده چی طالبانو تراوسه د هغه خپلوانو ته د روح ا... عزیزی صالح د ښخولو اجازه نده ورکړی . د عبدا... صالح په وینا طالبانو ویلی دی چی د روح ا... عزیزی صالح مړې باید همداسې سخه شی .خو طالبان وایی چی د صالح ورور دوی ندی وژلې .
طالبانو د اګست په ۱۵ په درست کابل له سلطې وروسته په پنجشیر خپلې حملې سختې کړی دی .
همدااوس له دغه ولایته ضد و نقیض راپورونه رارسی . طالبان ادعا کوی درست پنجشیر یې نیولې دې خو د طالبانو مخالفه جیهه دغه ادعا ردوی او وایی چی د پنجشیر ۶۰ فیصده برخه د احمد مسعود په کنټرول کې دې .