د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پرضد استعمال نشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105580-د_افغانستان_خاوره_به_د_نورو_هیوادونو_پرضد_استعمال_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرپرست لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل د دغه هیواد خاوره به د بل کوم هیواد د امنیت پرضد استعمال نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2021 23:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پرضد استعمال نشي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرپرست لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل د دغه هیواد خاوره به د بل کوم هیواد د امنیت پرضد استعمال نشي .

هغه وویل طالبانو ډله په افغانستان کښې د ډيپلوماټانو او د پانګوالو امنیت تامینوي .

ملا عبدالغني برادر په یوې (۱) خبر پاڼه کښې ټينګار وکړ په افغانستان کښې به  د ټولو ډيپلوماټانو ، سفارتونو ، مرستنه رسونکو اژانسونو او پانګه اچونکو امنیت تامین کړو .

د ملا عبدالغني برادر دغه وینا په افغانستان کښې واک ته له رسیدا وروسته د یوه(۱) خارجي هیواد د لومړي  بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د قطر د خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له سفر سره په یووخت ترسره کیږي .

د قطر د  باندنیو چارو وزیر له دې مخکې ټینګار کړی و  چې طالبان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمینه او په خپلو ژمنو باندې په عمل کول کښې ملګرتیا وکړي .