طالبانو په هلمند ولایت کې د ګرشک تاریخي کلاورانه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105778-طالبانو_په_هلمند_ولایت_کې_د_ګرشک_تاریخي_کلاورانه_کړه
  د هلمند ولایت ددغې تاریخي کلا په کنډوالې بدلول په داسې حال کې دي چې په کابل کې د طالبانو واک ته رسیدا وروسته ، دغې ډلې  له چینه غوښتي وو ، د افغانستان ړنګ شوو لرغونو آثارو د بیا رغاونې لپاره دې  له طالبانو سره مرسته وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 18, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • طالبانو په هلمند ولایت کې د ګرشک تاریخي کلاورانه کړه

  د هلمند ولایت ددغې تاریخي کلا په کنډوالې بدلول په داسې حال کې دي چې په کابل کې د طالبانو واک ته رسیدا وروسته ، دغې ډلې  له چینه غوښتي وو ، د افغانستان ړنګ شوو لرغونو آثارو د بیا رغاونې لپاره دې  له طالبانو سره مرسته وکړي .

زمونږخبریال  د آریانانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،طالبان نیّت لري ، په ګرشک ولسوالۍ کې ددغې تاریخي کلا له بشپړ ړنګولو وروسته  دا په دیني مدرسې بدله کړي . 

 دغه تاریخي کلا سردار صدیق خان جوړه کړې  وه او د افغانستان د تاریخ هویّت  ئې نندارې ته وړاندې کاوۀ .

ددغې کلا مخینه  څه  د پاسه زر کلونو ته رسیږي  او  دغزنویانو په پړاؤ کې  هم  ورځیني استفاده کیدله ، ویل کیږي ، امیر تیمور  په دغې کلا کې  خپله پښه  له لاسه ورکړې ده .