په کابل کې افغان ښځوبیا لاریون وکړ
طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
په کابل کې لسګونه ښځو نن بیا د یوه لاریون پرمهال د طالبانو له اسلامي امارت څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.
دوی ویلي د ښځو چارو وزارت دې بیرته فعال او دغه راز دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي.
لاریونوالو له طالبانو وغوښتل چې حقونه یې تامین او په نظام او سیاسي مشارکت کې د ښځو له حق خوړلو لاس واخلی.
طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
مخکې له ورته لاریونوالو سره د طالبانو د ناوړه چلند خبرونه خپریدل.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي قاري سعید وویل، چې دوی د نجونو زده کړې منع کړي نه دي بلکې د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شوي.