افغانستان کښې له ویرې پرته د حکومت جوړول اړین دي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کښې له ویرې پرته د یوه (۱) حکومت په جوړولو ټینګار وکړ .
کرزي د بریتانیا له «سنډې تایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د افغانستان خلک داسې حکومت ته ضرورت لري چې خدمات وړاندې کړي او پراختیا راولي او له دنیا سره ښې اړیکې ولري او خلک یې له ویرې او ځپل کیدا پرته په خوشحالۍ کښې ژوند وکړي .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو کابینې ته په اشارې سره وویل مونږ داسې افغانستان ته اړتیا لرو چې د دغه هیواد له ټولو خلکو ، سړیو ، ښځو او ټولو قومونو سره اړه ولري او مخ ته یوازنۍ پراته لاره د پراخ بنسټه حکومت جوړول دي .
کرزي وویل هغه څه چې طالبانو ویلي دي سم نه دي .
طالبانو څه موده مخکې یوه(۱) داسې کابینه جوړه کړي چې ټول غړي یې طالبان دي او دغه کابینې د دنیا په سویه د ډیرو هیوادونو منفي غبرګونونه ځان پسې لرلي دي .