د افغانستان په جلال اباد کښې درې کسان وژل شوي
Sep 22, 2021 10:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور ورکړی د افغانستان د طالبانو یوه (۱)چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی تائید کړه چې نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کښې د پلټنې په یوې (۱) پوستې باندې د وسله والو کسانو په حملې کښې درې (۳) کسان وژل شوي دي .
طالبانو وویل چې درې (۳) وژل شوي کسان ملکي وګړي دي خو عیني کتونکو وویل دوه (۲) وژل شوي کسان طالبان دي .
عیني کتونکو وویل دغه حمله په رکشه کښې سپارو وسله والو کسانو د جلال اباد ښار په «ګواچک» ولسوالۍ کښې په امنیتي پوستې شوي ده .
په یوې (۱) بلې پیښې کښې په جلال اباد کښې دوه (۲) طالبان هغه وخت ژوبل شول کله چې هغوې هڅه کوله یو بم شنډ کړي .
ټیګونه