په افغانستان کښې د داعش ډلې مشر وژل شوی
Sep 26, 2021 00:32 Asia/Kabul
المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ طالبانو ډلې پرون خبر ورکړ چې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې مشر وژل شوی دی .
طالبانو زیاته کړي ده په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې مشر« ابو عمر خراساني» وژل شوی دی .
په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنیدا وروسته داعش ترهګرې ډلې په کابل او ننګرهار ولایت کښې یوشمیر حملې کړي دی او په تیرو څو ورځو کښې په ننګرهار ولایت کښې د دغه ډلې بریدونه زیات شوي هم دي .
په تیرو څو ورځو کښې په ننګرهار ولایت کښې د داعش وهابي تکفیري ترهګرې ډلې په حملو کښې په لسګونو طالبان او ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي او طالبان وايي داعش ډله جدي ګواښ نه دی او دغه ډله به زر وځپل شي .
پرون هم په ننګرهار ولایت کښې د طالبانو د ګاډو د کاروان په لاره کښې بم چاودنې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړي وو .
ټیګونه