د افغانستان بانکي سیسټم د دړې وړې کیدا په درشل کښي دی
مهر خبري اژانس وايي واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان اقتصاد او بانکي سیسټم د نسکوریدا په درشل کښې ورغلی دی .
د ناروې هیواد د پناه غوښتونکو د شورا مشر« جان اګلینډ» د نقدو پیسو نشتون د افغانستان د بانکي سیسټم د دړې وړې کیدا دلیل وباله او د دغه کړکیچ د اقتصادي پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ .
د ناروې د پناه غواړو د شورا مشر «جان اګلینډ »چې حاضردمه په افغانستان کښې دی وویل د افغانستان اقتصاد له کنټرول څخه وتلی دی او د بانک رسمي سیسټم هم مکمنه ده چې د نقدو پیسو د کمښت په وجه نسکور شي .
هغه وویل د افغانستان د اقتصاد نسکوریدال د خلکو حالت نور پسې کړکیچن کوي او حتی تر ټولو ابتدايي خدمات به هم بند شي .
په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې د اقتصادي کړکیچ تر ټولو اصلي قربانیان د دغه هیواد خلک دي امریکا واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان د مرکزي بانګ څه د پاسه نهه (۹) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي .