د ایران او افغانستان تجارتي اړیکې له کوم مشکل پرته دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106260-د_ایران_او_افغانستان_تجارتي_اړیکې_له_کوم_مشکل_پرته_دوام_لري
 دا فغانستان  دتجارتي کوټې مسئولانو وئيلي دي ، سره له دې چې  د پآکستان حکومت اعلان کړی ، د افغانستان د تازه میوو ،پر  وارداتو  باندې ئې ګمرکي ټیرفونه  لغوه کړي دي ، خو  دتورخم او چمن  په پولو کې  ځیني  مشکلات هماغه را زموجود دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2021 10:49 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان تجارتي اړیکې له کوم مشکل پرته دوام لري

 دا فغانستان  دتجارتي کوټې مسئولانو وئيلي دي ، سره له دې چې  د پآکستان حکومت اعلان کړی ، د افغانستان د تازه میوو ،پر  وارداتو  باندې ئې ګمرکي ټیرفونه  لغوه کړي دي ، خو  دتورخم او چمن  په پولو کې  ځیني  مشکلات هماغه را زموجود دي .

  ایرنا خبری آژانس راپور و رکړ ،  د افغانستان دتجارت کوټې مسئولان او داسلام کلا  دګمرکاتو مشر  نن  په خارجه وزارت کې د طالبانو  د موقته حکومت له مسئول سره په ناستې کې ، له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د صادراتو اووارداتو  دبهیر په ارزونې سره  ووئیل ، له ایران سره صادرات او واردات په عادي توګه روان دي ، البته  پاکستان ته د صادارتو په بهیر کې  او دغه راز  له دغه هیواد په وارداتو کې ځیني مشکلات شته دي .

 د اسلام کلا د ګمرکاتو مسئولانو روښانه کړې ده ، نو نو د تیر وخت په شان  د هیواد په پولو کې  د اوږدو صفونو او د کلنګ اخستو کتونکي نه یوو  او هره ورځ   له دغې پولې د صادراتي او وارداتي شیانو باندې بار کابو څلور سوه  داخلی  او بهرني  ګاډي ټرانزیټ کیږي  چې  د مدرکونو  او سندونو له ارزونې وروسته له ګمرکاتو تیریږي .

 د ایران داسلامی جمهوریت دګمرکاتو ویندوي  له دې مخکې وئيلي وو ،  په وږي میاشت کې ، ایران  د افغانستان  خلکو ته د سبزیانو  په لیږدولو سره، دغه هیواد ته خپل صادرات  نوره هم زیات کوي  او ددغو شیانو ترڅنګ ځينی  نورو شیانو صادرات  به  هم زیات شي .

 دا فغانستان  دتجارتي کوټې مسئولانو په دغې ناستې کې وئيلي دي ، سره له دې چې  د پآکستان حکومت اعلان کړی ، د افغانستان د تازه میوو ،پر  وارداتو  باندې ئې ګمرکي ټیرفونه  لغوه کړي دي ، خو  دتورخم او چمن  په پولو کې  ځیني  مشکلات هماغه را زموجود دي .