د افغانستان د مرکزي بانک د ډالرو زیرمې صفر ته رسیدلي
رویټرز خبري اژانس د پټو راپورونو پراساس چې د نړیوالو لوړرتبه اقتصادي چارواکو لخوا د افغانستان د نړیوالو ملاتړو ، د پیسو د نړیوال صندوق او د نړیوال بانک په شمول د موسسو لپاره لیکل شوي دي راپور ورکړ د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو ډلې لخوا د دغه هیواد له نیولو مخکې د خپلو ډالرو زیرمې کمې کړي وې او دغه چاره د اقتصادي کړکیچ سبب شوي ده .
په دغو راپورونو کښې ویل شوي دي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د مرکزي بانک په صندوقونو د ډالرو زیرمې ختمې شوي دي او مرکزي بانک نشي کولای د نقدو پیسو غوښتنې تامین کړي .
رویټرز خبري اژانس زیاتوي د افغانستان د نقدو پیسو سخت کمښت د طالبانو ډلې لخوا د افغانستان له نیولو مخکې پیل شوی و او د دغه مشکل تر ټولو ستر دلیل په هغه وخت کښې د افغانستان د مرکزي بانک ناوړه مدیریت و .
د بهرنیو اسعارو او ډالرو سخت کړکیچ په افغانستان کښې طالبانو ډله د بریښنا د لګښتونو او د حکومت د کارکونکو د معاشونو د ورکولو په شمول د اساسي ضرورتونو په پوره کولو کښې له مشکل سره مخ کړي ده .
د افغانستان ځینو حکومتي کارکونکو څو میاشتې کیږي چې معاشونه نه دي ترلاسه کړي .
راپورونه وايي چې اوس له پاکستان څخه زیات ډالر افغانستان ته قاچاق کیږي او دغه ډالر زیات د تورخم سرحدي لارې او دغه راز له کویټې څخه قندهار ولایت ته وړل کیږي .