د یوه بل په وړاندې د تاجیکستان اوطالبانو لښکرکشی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106364-د_یوه_بل_په_وړاندې_د_تاجیکستان_اوطالبانو_لښکرکشی
تاجیکستان له افغانستان سره په خپلې ۱۳۵۰ کلومیټره ګډو پولو کې د طالبانو د حاکمیت په وخت کې هیڅکله د امنیت احساس ندې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 13:05 Asia/Kabul
  • د یوه بل په وړاندې د تاجیکستان اوطالبانو لښکرکشی

تاجیکستان له افغانستان سره په خپلې ۱۳۵۰ کلومیټره ګډو پولو کې د طالبانو د حاکمیت په وخت کې هیڅکله د امنیت احساس ندې کړې .

د طالبانو او تاجیکستان ترمینځ د تاوتریخوالی په زیاتیدا پسې د روسیې د سرچینو د اعلان په اساس د دواړو لورو ځواکونه د یوه بل په وړاندې دریدلي دي .

د روسیې د خارجه وزارت د اطلاعاتو او د مطبوعاتو د برخې مرستیال الیکسي زایتسف د افغانستان او د تاجیکستان په ګډو سرحدونو کښې د طالبانو ډلې د ځواکونو او د تاجیکستان د حکومتي عسکرو د راغونډیدا خبر ورکړ . هغه په یوه خبري کانفرنس کښې د دواړو هیوادونو په ګډ سرحد کښې د افغانستان د طالبانو ډلې او د تاجیکستان د ځواکونو د راغونډیدا د خبر په اعلانو سره له کابل او دوشنبې څخه وغوښتل چې په خپلو سرحدونو کښې د تاوتریخوالو او د اختلافاتو د حل لپاره د دواړو لورو د منلو وړ لارو چارو د لټولو هڅه وکړي .

د روسیې د خارجه وزارت د اطلاعاتو او د مطبوعاتو د برخې مرستیال الیسکي زایتسف د کابل او د دوشنبې په اړیکو کښې زیاتیدونکی تاوتریخوالی او د یوبل پرضد د افغانستان د طالبانو ډلې او د تاجیکستان د چارواکو څرګندونې اندیښمنونکي وبللې .

تاجیکستان له افغانستان سره په خپلې ۱۳۵۰ کلومیټره ګډو پولو کې د طالبانو د حاکمیت په وخت کې هیڅکله د امنیت احساس ندې کړې . دوې لسیزې مخکې هم طالبانو له پنجشیر پرته په افغانستان واک درلوده او له تاجیکستان سره بدې اړیکې درلودلې او دغه هیواد د احمد شاه مسعود په مشرۍ له شمال ایتلاف په ملاتړ سره د طالبانو مخ ته ولاړ وو .

اوس هم د تاجیکستان حکومت د تیر وخت په شان د افغانستان له لارې خپل هیواد ته د ترهه ګرو او افراطی ډلو له نفوذ د اندیښنې په څرګندولو سره د طالبانو ډلې لخوا د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا له لارې په د غه هیواد کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا غوښتونکې دې .

د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندې فریدون بارکزی باورې دې طالبان باید له تیر وخته درس واخلی او هغه سیاستونه چی د تباهۍ سبب یې شول ، څنګته کړي او د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو د جلبولو په لړ کې هڅه وکړي .

دا په داسې حال کی دي چی د طالبانو ډله د افغانستان په داخلی چارو کې په لاس وهنې د تاجیکستان په تورونولو سره د دوشنبې حکومت ګواښی . دا خیال چی ممکنه ده تاجیکستان له پنجشیري ډلو په ملاتړ سره یو ځل بیا هغو د تیرو دو لسیزو په شان د طالبانو په وړاندې راولي ، دغه ډله اندیښمنوی .

په همدې دلیل طالبان په افغانستان کې د خپل موجودیت په وړاندې تر ټولو مهم او نږدې ګواښ تاجیکستان بولي  او په لټه کې دي له دوشنبې حکومت سره سخت چلند ولرلې شی او له تاجیکستان د تیرو خوړلیو ګوزارونو غچ واخلی .

په عین حال کې باید په افغانستان کی د تاجیک مخالفو ډلوله فعالیدا د دوشنبې حکومت په اندیښنو سترګې پټې نکړو .

پر دې سربیره داسې ښکاری د تاجیکستان حکومت د هغو تاجیکانو په نسبت  هم اندیښنه لری چی د دغه هیواد د داخلی جنګونو په بهیر کې افغانستان ته وتښتیدل او د دغه هیواد په شمالی سیمو کې ژوندکوی چی شمیر یې کابو پینځه میلیونه اټکل کیږی .

په هر حال داسې ښکاری د روسیې حکومت د طالبانو او تاجیکستان ترمینځ د تاوتریخوالی بریالې وی ځکه چی ماسکو د غټ ورور په توګه هڅه کوی د امنیتی ملګرتیاو په پیاوړتیا سره په سیمه په تیره بیا د شوروی اتحاد د جمهوریتونو ترمینځ له مخکې زیاته خپله امنیتی حلقه له تنګه کړی .