په جوزجان کې پرواده چاودنې مرګ ژوبله اړولي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106406-په_جوزجان_کې_پرواده_چاودنې_مرګ_ژوبله_اړولي_ده
د سرچينې په حواله په دغه چاودنه کې د واده ناوې وژل شوې او ۴ ګډونوال ټپيان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 02:59 Asia/Kabul
  •  په جوزجان کې پرواده چاودنې مرګ ژوبله اړولي ده

د سرچينې په حواله په دغه چاودنه کې د واده ناوې وژل شوې او ۴ ګډونوال ټپيان شوي دي.

 

په جوزجان ولايت کې د پرون مازيګر د هغې چاودنې نور جزیات رسنيز شوي، چې پکې د یوه واده ناوې وژل شوې او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

د واده يوه ګډونوال ويلي، چې دغه چاودنه د ناوې په کوچ کې د ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د سرچينې په حواله په دغه چاودنه کې د واده ناوې وژل شوې او ۴ ګډونوال ټپيان شوي دي.

د‌ واده دا مراسم د آقچې ولسوالۍ د ودونو په بوه تالار کې ترسره کیدل.

د‌ يوې بلې سرچينې د معلوماتو په اساس، ياد شوی ماین د موبايل په وسيله کنټرولېده.

د‌ دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

مخکې طالبانو په اقچې ښار کې د ودونو تالارونه ترلي او ودونو ته اجازه پکې نه ورکوله.

دغو تالارونو له یوې اونۍ راهيسې د ودونو د ترسره کولو اجازه بیا موندلې وه.

ويل کيږي، چې د جليل په نوم دغه هوټل کې دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د واده مراسم پلان او په داسې ډول نیمګړې پاتې شول

معلومه نه ده، چې دا پېښه شخصي که نور عوامل تر شا لري؟

د واده د اړوندو کورنيو د هويت په اړه معلومات نه دي رسنيز شوي.

په جوزجان کې د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.