د افغانستان له ولس سره دایران د انسان د مرستو قدرونه کوو
د ایران د اړونده او ګان مشرانو وئيلي دي ود افغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ مرستو ته هماغه راز دوام ورکوي .
د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې دنړیوالو برخې مدیر غلام حبیب حسام د کابل په هوائي ډګر کې له ایران پریس خبری اژانس سره په خبرو کې ووئیل،دغه هیواد له ډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دی او افغانستان ته د خوراکي موادو او درملیزو شیانو د انسان دوستۍ دمرستو لیږد ډیر اړین دی .
د افغانستان دسرې میاشتې د ټولنې دنړیوالې برخې مدیر له دوستو او اسلامي هیوادونو وغوښتل دافغانستان اوسني وضعیّت ته په پام سره دې ددغه هیواد د ولس لپاره لازیاتې انسان دوستۍ مرستې راولیږدوي .
غلام حبیب حسام په دې باب چې د افغانستان داړمن ولس لاسونو ته د انسان دوستۍ دمرستو درسولو لپاره څه ضمانت شته ، روښانه کړې ده ، ددغه هیواد دسرې میاشتې ټولنه ، یو ولسی او خپلواکه اورګان دی او ورلیږدول شوي انسان دوستۍ مرستو په امانتدارۍ سره دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې داړمنو خلکو لاسونو ته رسوي .
د افغانستان د ولس لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دسرې میاشتې دټولنې دانسان دوستۍ ا و مرستو یوه بله جوپه هم چې څه دپاسه پنځوس ټنه خوراکي او درملیز توکي پکې دي ، پرون ناوخته د کابل هوائي ډګر ته رسیدلې او ددغه هیواد دسرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوې ده . او د ایران د اړونده او ګان مشرانو وئيلي دي ود افغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ مرستو ته هماغه راز دوام ورکوي .