ایران دپاکستان له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106640-ایران_دپاکستان_له_زلزله_ځپلو_سره_مرستو_ته_تیار_دی
ایران  د خپلو خویندو او وروڼو په  غم او درد کې برابر شریک  دی او  په دې اړه به   له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2021 04:01 Asia/Kabul
  • ایران دپاکستان له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیار دی

ایران  د خپلو خویندو او وروڼو په  غم او درد کې برابر شریک  دی او  په دې اړه به   له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .

 د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان  بیګا  په یوه پیغام کې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  دزلزلې  په باب د ایران د ملت او حکومت  د خپګان او همدردرۍ په  ښودلو سره  له خپل دوست او ګاونډي هیواد سره د هر ډول  مرستو  چمتووالی ښودلی دی .

امیر عبداللهیان  د  پآکستان   له ولس او حکومت  او دقربانیانو  له  کورنیو سره  د ایران داسلامی جمهوریت د ولس او حکومت   په غم کې شریک بللو سره  ددغه هیواد  له ولس سره د هر ډول مرستو  لپاره  بشپړ چمتووالی اعلان  کړ او وې وئيل ، ایران  د خپلو خویندو او وروڼو په  غم او درد کې برابر شریک  دی او  په دې اړه به   له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .