طالبان دې د ماشومانو وکسینشن بیرته پیل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106724-طالبان_دې_د_ماشومانو_وکسینشن_بیرته_پیل_کړي
د ملګروملتو  د ماشومانو دبسپنې  اجرائي مرستیال زیاته کړې ده ،  د افغانستان روغتیائی نظام  د دړې وړې کیدا په حال کې دی او که له پاتې  لنډ فرصته سمه استفاده ونه شي ، نو ممکنه ده  له یوې سترې انساني غمیزې سره به مخامخ  شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 09:04 Asia/Kabul
  • طالبان دې د ماشومانو وکسینشن بیرته پیل کړي

د ملګروملتو  د ماشومانو دبسپنې  اجرائي مرستیال زیاته کړې ده ،  د افغانستان روغتیائی نظام  د دړې وړې کیدا په حال کې دی او که له پاتې  لنډ فرصته سمه استفاده ونه شي ، نو ممکنه ده  له یوې سترې انساني غمیزې سره به مخامخ  شو .

شین هوا خبری آژانس راپور روکړی ،  د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې  یونیسف  د طالبانو پر موقته حکومت غږ کړی ، څو  په افغانستان کې دې د ماشومانو د ګوځڼ او شري  د ناروغیو  د خوریدا  د ویرې  په شرائطو کې  دماشومانو وکسینشن بیرته پیل کړي .

 د یونیسف  ادارې اجرائي مرستیال  عمر عبدي  د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  په واکسنو سره د ناروغیو په مخه نیونې کې  د ماشومانو او ټولنو له ساتنې سره  دمرستې لپاره  د کرونائي بحران او شري  د وکسینشن  پروګرام دې سملاسي پیلولو غوښتنه کړې ده .

  عبدي  چې په همداوروستیو کې  پاکستان او افغانستان  ته  څلور ورځني سفره بیرته ستون شوی ،  دروغتیائي  لومړنیو خدماتو ، خواړو ، دڅښاک اوبو  او حفاظتي  خدماتو ته د ماشومانو پر لاس رسي ټينګار کړ ی دی .