په افغانستان کښې د امريکې ماموريت يوه سټراټيجکه ماتې وه
(last modified Thu, 14 Oct 2021 06:51:06 GMT )
Oct 14, 2021 11:21 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کښې د امريکې ماموريت يوه سټراټيجکه ماتې وه

د امريکې لوے درستيز په افغانستان کښې په ناکامۍ باندې په اعتراف سره وويل: په دغه هېواد کښې د امريکې فوځي شتون يوه سټراټيجکه ماتې وه.

جنرل مارک ميلي له افغانستانه د بهرنيو فوځيانو د وتلو په اړه وويل،د اشرف غني حکومت او فوځ له هغه څه نه چې اټکل کېدۀ ډېر زر نسکور شو او دا د امريکې په امنيتي جاجونو کښې يوه ماتې ده.

له دې مخکې د امريکې د دفاع وزير جنرل لويډ آسټين هم ويلي وو چې که زمونږ فوځيان له افغانستان نه وتلې نو د طالبانو د حملو په وجه به يې زيات سرتاوانونه زغملي وو.

هغه په افغانستان کښې امريکائي فوځيانو سرتاوانونو ته په اشارې سره وويل په دغه هېواد کښې په شل کلن جنګ کښې دوه زره څلور سوه يو شپېتۀ امريکائي فوځيان ووژل شول او له شلو زرو نه زيات نور هم ژوبل شول، نو ځکه په دغې چټکتيا سره له افغانستانه وتلو زمونږ د فوځيانو له سرساتنې سره مرسته وکړه.

پکا ر دے دې ټکي ته اشاره وکړوو چې په افغانستان کښې د امريکې د دوو لسيزو ماتې خوړلے فوځي شتون په دغه هېواد کښې د اشرف غني د حکومت د خيانت او نسکورېدو، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو د زياتېدو، د لکونو بې ګناه خلقو د قتل عام، ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب شو او هغه جنايتونه چې امريکې په دغه موده کښې وکړل له چا نه پټ نه دي او مجبوره شوه د اګست په مياشت کښې سپکاوي، ذلالت، سرټيټۍ او په افغانستان کښې د شوروي له ترخې تجربې څخه د درس په اخېستلوسره له دغه هېواده اوځي.

 

ټیګونه