د افغانستان ښځینه فعالانو له طالبانو سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107218-د_افغانستان_ښځینه_فعالانو_له_طالبانو_سره_مخالفت_وکړ
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر ښځینه فعالانو په ملګروملتونو غږ وکړ چې طالبانو ته دې د ملګروملتونو څوکۍ ورنکړل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان ښځینه فعالانو له طالبانو سره مخالفت وکړ

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر ښځینه فعالانو په ملګروملتونو غږ وکړ چې طالبانو ته دې د ملګروملتونو څوکۍ ورنکړل شي .

د افغانستان یوشمیر ښځینه فعالانو په یوې (۱) غونډې  کښې چې په نیویارک کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې وشوه طالبانو ته په ملګروملتونو کښې د څوکۍ له ورکولو سره د مخالفت په ترڅ کښې د دغه ډلې لخوا د افغانستان د ښځو او د انجلیو د حقوقو د اعاده کولو غوښتنه وکړه .

د «موج» ګوند مشرې میرمن فوزیه کوفي وویل ملګري ملتونو باید د افغانستان څوکۍ هغه چا ته ورکړي چې د ټولو د حقوقو احترام کوي .

دا په داسې حال کښې دي چې پرون یوشمیر ښځې د کابل واټونو ته راووتلې او یوځل بیا یې د کار، ډوډۍ او د زده کړې په شعارونو سره لاریون وکړ .