په افغانستان کې په میلیونونو افغانان لوږه  سخت ګواښي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107334-په_افغانستان_کې_په_میلیونونو_افغانان_لوږه_سخت_ګواښي
ډيويډ بیسلې ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک  له لوږې او قخطۍ سره  لاس او ګریوان کیږي  او شرائط به لا ترینګلي شي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2021 11:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په میلیونونو افغانان لوږه  سخت ګواښي 

ډيويډ بیسلې ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک  له لوږې او قخطۍ سره  لاس او ګریوان کیږي  او شرائط به لا ترینګلي شي . 

د ملګروملتود د خواړو د نړیوالې ټولنې اجرائي مدیر ډيویډ بیسلې د لوږې له امله  د افغانستان د نیمو خلکو په تیره بیا د ماشومانو د مړینې په باب خبرداری ورکړ .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، ډیویډ بیسلې وئیلي دي ،د افغانستان له ۳۹میلیونو خلکو څخه   کابو دوویشت میلیون  اته لکه خلک  دخواړو له جدي کمښت سره  مخامخ شوي دي چې دوام به ئې   په دغه هیواد کې  قخطۍ او لوږه عامه  شي .

  د  وئل کیږي ، دغه شمیر له دې  دوه میاشتې مخکې  څوارلس میلیون اعلان شوی  ؤ .

ډيويډ بیسلې ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک  له لوږې او قخطۍ سره  لاس او ګریوان کیږي  او شرائط به لا ترینګلي شي . 

 ددغه راپور په اساس،د ملګروملتو د خواړو نړیواله اداره  په میاشت کې  دوه سوه شل میلیون ډالرو ته  اړتیا لري څو د  درویشت میلیون خلکو ته چې د ژمي د رارسیدا په درشل کې به له لازیاتو ترینګلتیاؤ سره  مخ شي ،خوراکي مواد تامین کړي .

 داپه داسې حال کې دي  چې د امریکا پشمول لویدیځي هیوادونه په مختلفو پلمو  سره  د افغانستان  شتمنۍ او پانګې بلوکه کړي دي .