پاکستان او افغانستان تر مینځ به نن د کرکټ لوبه وشي
(last modified Fri, 29 Oct 2021 02:53:52 GMT )
Oct 29, 2021 07:23 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان تر مینځ به نن د کرکټ لوبه وشي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې له پاکستان سره لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل چې دې لوبې ته پوره تیاری لري او افغان لوبغاړي به د لوبې د ګټلو په تکل میدان ته ښکته شي.

دا لوبه د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې کېږي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنده په ستر توپیر ګټلې.

پاکستان که څه هم د شل اووریزو لوبو پیاوړې لوبډله بلل کېږي او په روانو سیالیو کې يې د هند او نیوزیلنډ په څېر پیاوړې لوبډلې ماتې کړي، خو د پاکستان د کرکټ پخوانیو لوبغاړو ویلي دي چې افغانستان د شل اووریزو لوبو لپاره پياوړې لوبډله لري او که پاکستانۍ لوبډلې ماته کړي، دوی ته به د حیرانتیا خبره نه‌وي.

 

ټیګونه