ننګرهار کښې د جومات امام په ډزو ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107702-ننګرهار_کښې_د_جومات_امام_په_ډزو_ووژل_شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د جلال اباد ښار په جنوب کښې د معیوبینو د ښارګي د جامع جومات د جمعې لمانځه خطیب او امام مولوي عبدالواحد د جومات دننه د ناڅرګندو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 07:25 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د جومات امام په ډزو ووژل شو

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د جلال اباد ښار په جنوب کښې د معیوبینو د ښارګي د جامع جومات د جمعې لمانځه خطیب او امام مولوي عبدالواحد د جومات دننه د ناڅرګندو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو .

عیني کتونکي وویل چې مولوي عبدالواحد د جومات دننه په اذان ویلو بوخت و چې ناپیژاندو وسله والو کسانو ورباندې ډزې وکړې او هغه یې وواژه او بیا وتښتیدل .

عیني کتونکو ویلي دي دغه د جومات ملا د افغانستان د تګاب ولایت وسیدونکی و او د دغه ښارګي خلکو یې د لمانځه په جنازې کښې ګډون وکړ .

تراوسه کومې ډلې یا سړي د مولوي عبدالواحد د وژلو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .

له بلې خوا نن سهار د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ او په اړونده کاریز کبیر سیمه کښې د دوو (۲) کسانو مړي په داسې حال کښې چې په ونو پورې ځړول شويوو وموندل شو .

عیني شاهدانو د دغو  دوو (۲) وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي خو د دغو  دوو (۲) کسانو د مړیو ویډیو چې په اینټرنیټ پاڼو کښې خپره شوي ده وايي چې د دغو کسانو عمرونه تر شلو (۲۰) تر دیرشو (۳۰) کلونو پورې دي .

د ننګرهار ولایتي ادارې د دغو دواړو پیښو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو عیني کتونکي دغه ګومان کوي چې دغه دوه (۲) کسان په داعش ډلې کښې د غړیتوب په خاطر وژل شوي وي .