د افغانستان درې نیم میلیونه خلک کډوال شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107820-د_افغانستان_درې_نیم_میلیونه_خلک_کډوال_شوي
فارس خبري اژانس وايي ملګروملتونو په دې خبرې سره چې د ژمي موسم په رارسیدا سره په افغانستان کښې بشر دوستانه مرستو ته ضرورت زیات شوی دی وویل حاضردمه درې نیم میلیونه خلک د جنګ او د ناامنیو له کبله کډوال شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 01:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان درې نیم میلیونه خلک کډوال شوي

فارس خبري اژانس وايي ملګروملتونو په دې خبرې سره چې د ژمي موسم په رارسیدا سره په افغانستان کښې بشر دوستانه مرستو ته ضرورت زیات شوی دی وویل حاضردمه درې نیم میلیونه خلک د جنګ او د ناامنیو له کبله کډوال شوي دي .

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو کمشنرۍ یواین ایچ سي ار (UNHCR) پرون د افغانستان د داخلي کډوالو د ناوړه حالت په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره وویل  کلونه کلونه جنګونه او ناامنیانې په هیواد کښې د درې نیم میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي او یو این ایچ سي ار هڅه کوي په ژمي موسم کښې د پینځه لکه (۵۰۰۰۰۰) داخلي افغان کډوالو لپاره بشردوستانه مرستې برابرې کړي .

په افغانستان کښې د امریکا له شل (۲۰)کاله نیواک او له دغه هیواد د واشنګټن په شرمونکي ډول وتلو وروسته په افغانستان کښې میلیونونو خلک کډوال شوي دي .

د امریکا د شل (۲۰)کاله نیواک په وخت کښې د افغانستان اقتصادي بیخ بنایانې تباه شوې او د هیواد خلک په اقتصادي بې وزلۍ کښې ژوند کوي .